په زابل ولايت کې له (٢٥٠) کورنیو سره مرسته وشوه
د روان کال د چنګاښ په ٨مه نیټه په زابل ولایت کې د ارغنداب او میزان په ولسوالۍ کې له (٢٥٠) اړمنو بېځایه شوو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
دغه مرسته (٢٥٠) کورنیوته د (UNHCR) لخوا هرې کورنۍ ته د اشپزخانې د لوښې بسته چې (١٠) قلمه ده مرسته وشوه.