په هلمند ولايت کې له زرو کورنيو سره نغدي مرسته پيل شوه
د هلمند ولایت د مهاجرينو او راستنیدونکو چارو ریاست د (UNHCR) په همکارۍ د جګړې له امله بې ځایه شویو، بې وزلو کورنیو او د سرطان په ۶ نیته د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه.
تمه کیږي چې هر سروې شوې کورنۍ به (٤٢٠) نغدي ډالر ترلاسه کړي.