پروان کې له سلو زياتو کورنيوسره مرستې وشوې

Anonymous (not verified)
------

د DACAR موسسې له لورې د پروان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۲۷ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او روغتيايي کڅوړو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د چنګاښ په ۱۹مه هرې کورنۍ ته ۲۸ زره افغانۍ نغدې او يوه يوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوه.