قندهارکې بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې
دملګرو ملتونو کډوالو ادارې له لورې دقندهار ولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ ٢٥بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
یادوکورنیو ته له سروې اوپېژندنې وروسته دچنګاښ په ٨ مه هرې کورنې ته په دووکټګوریوکې چې په لومړۍ کټګورۍ کې ٩٠٠٠افغانۍ او په دوهمه کټګورۍ کې ١١٠٠٠ افغانۍ دکاري وسایل داخیستو او داقتصادي ژوند دښه والي په موخه ووېشل شوې.