فراه کې لسګونو کورنیو سره مرستې وشوې

Anonymous (not verified)
------

دخوراک نړیوال سازمان له لورې دفراه ولایت دکډوالو چارو امریت په همکارۍ ٩٥بېځایه شوو کورنیو سره دخوراکي موادو مرستې وشوې.

 یادې کورنۍ چې دجګړو له امله دبېلابېلو سیمو څخه ددې ولایت مرکزته راکډه شوې وې دچنګاښ په ٨مه هرې کورنۍ ته ٤بوجۍ اوړه،١٨کیلو غوړي،٢٥کیلو دالنخود،ماشومانو ته ٢٥کیلو دخوار ځواکۍ مواد او شیدو لرونکو مېندو ته ٢٥کیلو مغذي مواد ووېشل شول.