ننګرهارکې بېځایه شوو کورنیو سره بشري مرستې وشوې
دملګرو ملتونودکډوالو ادارې له لورې دننګرهار ولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ ٥١بېځایه شوو کورنیو سره دغیرخوراکي موادو مرستې وشوې.
یادې کورنۍ چې دجګړو له امله دبېلابېلو سیموڅخه ددې ولایت مرکز ته راکډه شوې دچنګاښ په لومړۍ نېټه هرې کورنۍ ته کورنۍ کڅوړې او دپخلنځي وسایل ووېشل شول.