قندهارکې بېځایه شوو کورنیو سره مرستې وشوې

anwari_morr
_________

 دیوشمېرمرستندویه ادارو له لورې دقندهارولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ ٤١بېځایه شوو کورنیوسره دخوراکي اوغیر خوراکي موادو مرستې وشوې.

 یادې کورنۍ چې دجګړو له امله دژیړۍ ولسوالۍ څخه ددې ولایت مرکزته راکډه شوې وې دغبرګولي په ١٩مه هرې کورنۍ ته ١٨٤کیلو اوړه،١٨کیلو غوړي،شیدولرونکو میندو ته ٥کیلو مغزي مواد،دوه کیلو مالګه،کورنۍ کڅوړې،یوه یوه خېمه،روغتیايي کڅوړې او ٢٥نورو راستنېدونکو سره نغدي مرستې وشوې.