پکتیاکې بېځایه شوو کورنیو سره بشري مرستې وشوې
دطبیعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې له لورې دپکتیاولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ ورسره بشري مرستې وشوې.
یادې کورنۍ چې داور لګېدو له امله ګیلان کمپ ته راکډه شوې وې دغبرګولي په ١٨مه هرې کورنۍ25کیلو وریجې،٢٠کیلو غوړي ،٢کیلوشین چای،٢٠کیلو بوره،١٢کیلو مالګه،کورنۍ کڅوړې،روغتیایي کڅوړې او دپخلنځي وسایل ووېشل شول.