لغمان کې ۱۰۰ کورنيو ته دخوراکي موادو کڅوړې ووېشل شوې
د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې لغمان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غبرګولي په ۶مه هرې کورنۍ ته روغتيايي کڅوړې ووېشل شوې.
همدارنګه په لغمان ولايت کې د وروستيو جګړو له امله بېځايه شوو کورنيو ته د بېړنيو مرستو رسولو په موخه د والي په مشرۍ ناسته وشوه او په ناسته کې د جګړو له امله بېځايه شوو کورنيو ته د بېړنيو مرستو په رسولو خبرې وشوې.