غورکې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې د غور ولايت دکډوال چارو امريت په همکارۍ ۱۴۰ بېځايه شوو کورنيو سره د غيرخوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې دنا امنيو له امله د بادغيس ولايت د جوند ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دغبرګولي په ۵مه هرې کورنۍ ته روغتيايي کڅوړې، دوه ترپالونه، درې کمپلې، دوه سطلونه او د پخلنځي وسايل ووېشل شول.