غورکې نږدې سلو بېځايه شوو کورنيو سره مرستې وشوې
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۹۱ بېځايه شوو کورنيوسره د غير خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د وري په ۳۰مه هرې کورنۍ ته روغتيايي کڅوړې، دپخلنځي وسايل، درې کمپلې، يوه ګازډبه اودوه ترپالونه مرسته ووېشل شوه.