هلمند کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه sadam_morr https://tinyurl.com/2pm9ut3w د IRC,UNHCR&WFP موسسو له لورې د هلمند ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۸۵ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي،خوراکي او غير خوراکي موادو مرسته وشوه. يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د مارجې او نهر سراج ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د سلواغې په ۱۷مه د IRC موسسې له لورې هرې کورنۍ ته ۶۰۰۰ افغانۍ، د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې هرې کورنۍ ته ۴بوجۍ اوړه، ۱۴ کيلو غوړي، ۱۴ کيلو دالنخود،يوه کيلو مالګه او د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې ۶۵ کورنيو هرې کورنۍ ته يوه يوه خېمه مرسته ووېشل شوه.