خوست کې د ولايتي يوځای کې ناسته وشوه

sadam_morr
جلسه ادغام مجدد ولایتي در خوست دایر شد

دخوست ولايت دکډوالو چارو رياست د سلواغې په ۱۵مه د ولايتي يوځای کېدو ناسته د دولتي او مرستندويه ادارو استازو په شتون کې د والي دمرسيتال په مشرۍ وشوه.

مرستيال والي  د دولتي ادارو او مرستندويه ادارو استازو څخه غوښتنه وکړه،چې اسناد لرونکو او بې اسنادو او همدرانګه د طبيعي پېښو له امله د داخلي بېځايه شوو په اړه يې د کډوالو چارو رياست او طبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې څخه دهر اړخيزې  همکارۍ غوښتنه وکړه.

وروسته دکډوالو چارو رئيس د ۲۳۸ کورنيو او ۴۴۳ تنو چې په انفرادي ډول په ډيټابېس کې ثبت شوي معلومات ورکړل او ددوی ضرورتونه يې د ناستې ګډونوالوسره شريک کړل.

ګډونوالو د ناستې په پای کې ژمنه وکړه چې د يادو موضاتو دخل په برخه کې به هلې ځلې کوي.