سرپل کې ۲۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه
د سرپل ولايت دکډوالوچارو رياست له لورې د مرغومي په ۲۴مه ۲۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د خپلو اصلي سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د سرپل ولايت دوالي دمرستيال په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۵۰۰۰ افغانۍ نغدي ورکړل شوې.