د داوطلبۍ اعلان

anwari_morr

Publish Date

Closing Date

موضوع: د وزارت د فعالو وسایطو لپاره د ۲۸ قلمه پرزو برابرولو او تدارک د داوطلبۍ اعلان.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ټولو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د وزارت د فعالو وسایطو لپاره د ۲۸ قلمه پرزو د برابرولو او تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي. داوطلبان کولای شي، چې د اړوندې شرطنامې کاپي د تدارکاتو له امریت څخه د فلش ډیسک له لارې او یا د ملي تدارکاتو ریاست له وېب‌سایټ څخه په وړیا توګه ترلاسه کړي. داوطلبان دې خپل افرونه د شرطنامې له شرایطو او د تړونونو له قانون سره سم، د مطلقې بیعې په توګه، په تړلي پاکټ کې د اعلان له خپرېدو څخه د ۱۴۰۵ کال د ۶مې میاشتې تر۲۱مې د شنبې ورځې د سهار تر لسو بجو پورې د تدارکاتو امریت ته، چې په واصل اباد کې د جنګلک فابریکې شاته موقعیت لري، وسپاري.

ناوخته رسېدلي او انټرنېټي افرونه د منلو وړ نه دي.

د افرونو پرانیستلو غونډه د ۱۴۰۵ کال د ۶مې میاشتې په ۲۱مې د شنبې ورځې د سهار په لسو بجو د وزارت د غونډو په تالار کې ترسره کېږي.