د پاکستان له بندخونو تر ۳۰۰ زیات افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول
په روانه اونۍ کې د پاکستان له بندخونو ۳۲۵ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.
په دغو کسانو کې کورنۍ، ماشومان او انفرادي وګړي شامل او د مختلفو لاملونو له مخې تر بېلابېلو مودو پورې بندیان وو، چې تر ازادېدو وروسته ۱۵۶ تنه د تورخم او ۱۶۹ تنه د سپین بولدک له لارې راستانه شول.
دغه کسان په لېږد امریتونو کې تر ثبت او د همکارو بنسټونو له لوري د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.