د داوطلبۍ اعلان!
Publish Date
Closing Date
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د روان ۱۴۰۴لمریز مالي کال د وزارت د شنو ساحو لپاره د فلزي کټارو او کربستون د برابرولو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د اړوندې شرطنامې کاپي له تداروکاتو امریت څخه د فلش ډيسک له لارې او یا د تداروکاتو ریاست له ویبسایټ څخه په وړیا توګه ترلاسه کړي.
خپل افرونه د شرطنامې له اصولو او د تړونونو له قانون او ټاکلې بیې سره سم په تړلي ډول د اعلان له نېټې څخه د ۱۴۰۴ د سلواغې تر۲۹مې د چهارشنبې ورځې تر ۱۰ بجو د تدارکاتو امریت ته، چې واصل اباد کې د جنګلک فابریکې شاته موقعیت لری، وسپاري.
ناوخته رسېدلي او اینټرنېټي افرونه د منلو وړ نه دي.
د افر تضمین به د بانکي تضمین په ډول(۲۳۰۰۰) درویشت زره افغانۍ وي او د افر پرانېستنې غونډه به د ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې پر ۲۹مې د چهارشنبې ورځې پر ۱۰ بجو د غونډو په تالار کې تر سره شي.