نزدې ۷۰۰ تنه افغان مهاجرین چې د پاکستان په مختلفو زندانو کې بندیان وو، له آزادېدو وروسته هېواد ته راستانه شول.
د راپورونو له مخې، ۶۹۴ تنه افغان مهاجرین چې د پاکستان په مختلفو زندانونو کې بند کې ساتل کېدل، د روانې اوونۍ په اوږدو کې له بند څخه خوشې او بېرته هېواد ته را ستانه شول.
د کندهار ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د انتقالاتو آمریت په وینا، یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د یوې تر پنځو ورځو پورې یې د بند موده تېره کړې وه.
هغوی د نوموړي آمریت له خوا د ثبت او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته انتقال شول.