اروزګان ولایت کې د مهاجرینو لپاره د ځمکو وېش ناسته وشوه

sadam_morr
 
په اروزګان ولایت کې د دغه ولایت د والي ښاغلي الحاج مولوي عنایت الله شجاع په مشرۍ د مهاجرینو لپاره د ځمکو وېش ناسته وشوه، چې د مهاجرینو چارو آمر ملا شمس الرحمن رحماني او ځینو نورو سیمه ییزو چارواکو هم پکې ګډون کړی و.
په ناسته کې وویل شول، چې هلته د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره پلان جوړ شوی او لومړنۍ چارې یې هم ترسره شوې دي او د نومرو د خط اچونې او پلي کېدو لپاره به له مرکز څخه یو پلاوی او له کور او ښارجوړولو وزارت څخه یو مسلکي ټیم سیمې ته لاړ شي.