د پاکستان له بندخونو څخه په سلګونه افغان بندیان ازاد شول

sadam_morr

د پاکستان په اسلام آباد ښار کې د افغان مهاجرینو اتشه د راپور له مخې، د جدي په ۲۵ د اتشه دفتر او د اسلامي امارت سفارت په هڅو د روان میلادي کال له پیله تر دې دمه ۸۸۲ افغان مهاجرین چې د مهاجرت کارتونه یې درلودل، د یاد هېواد پولیسو له لوري نیول شوي وو؛ ازاد شول او ۸۴ نور لا هم بندي دي چې د هغوی د خوشي کولو لپاره جدي هڅې روانې دي.
همدارنګه د مهاجرینو د دفتر اتشه د افغان مهاجرینو په چارو کې کمېشنر، CCAR، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنری، د اسلام آباد ښار د پولیسو عمومي مشر او شارپ دفتر له مسوولینو سره لیدلي او په دې اړه یې د پاکستان له کورنیو چارو او بهرنیو چارو له وزارتونو سره د رسمي مکتوب له لارې یاده موضوع شریکه کړې او د ژر تر ژره د حل غوښتنه یې کړې.