څه باندې زر مهاجرین له پاکستان او ایران څخه راستانه شول

anwari_morr

یو زر او ۹۵۳ تنه افغان مهاجرین د چنګاښ پر درویشتمه د نیمروز ولایت د ورېښمو، د کندهار ولایت د سپین بولدک او د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې څخه پخپله خوښه او په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول.
د پورته ولایتونو له سرحدي آمریتونو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې له پاکستان هېواد څخه ۳۴ کورنۍ چې ۱۹۳ تنه کېږي د تورخم فرضي کرښې له لارې او ۳۶ کورنۍ چې ۱۹۲ تنه کېږي د سپین بولدک فرضي کرښې له لارې او په ایران کې مېشت یو زر او ۵۶۹ تنه د نیمروز د ورېښمو له لارې څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
راستانه شوي له سرحدي ادارو سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول او دغه راز له هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم مرسته هم وشوه.