په یوه ورځ کې له ۱۲ زرو څخه زیات راستنېدونکي د سپین بولدک د مسؤولو کمېټو له خدمتونو څخه مستفید شوي
له پاکستان څخه ۱۲ زره او ۳۰۸ جبري راستنېدونکي د لړم په ۲۵مه په سپين بولدک کې د راستنېدونکو چارو د کمېسيون له خدمتونو څخه مستفید شوي.
د را رسېدلو معلوماتو له مخې، ۴۰ کورنۍ چې ۲ زره ۴۴ تنه ګېږي اروزګان، هرات، کابل، زابل، غزني، کندهار او نورو سېمو ته په ۳۸ نقلیه وسایطو کې لېږدول شوې او ټولټال یې ۱۸۵ زره او ۷۰۰ افغانۍ د کرايې په موخه تر لاسه کړې دي.
دغه راز ۷۶۶ راستنېدونکې کورنۍ چې ۴ زره او ۲۱۲ تنه کیږي ثبت او ۶۱۷ کورنۍ چې ۳ زره او ۴۲۶ تنه کيږي د مرستو تر لاسه کولو په موخه د آی. او. ام. دفتر او ۷۶۴ کورنۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دفتر ته ورپېژندل شوې دي.
همدا راز په راپور کې ویل شوي، چې د ۷۶۴ کورنیو مشران ثبت او بایومتریک او هرې ۷۶۴ کورنیو ته د اسلامي امارت له بودیجې څخه لس زره افغانۍ وېشل شوې او ټولو راستنېدونکو ته لازم تبلیغات او پوهاوی ترسره شوی دی.