د هېواد په ولايتونو کې سلګونه کورنۍ د نغدي مرستو څخه برخمنې شوې

anwari_morr
-

په هرات، سمنګان، او پروان ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د دويمي واحدونو  له لارې له ۹۱۵ کورنيو سره  د لړم په لومړۍ نېټه مرستې شوې.

د يادو ولايتونو د مهاجرينو چارو رياستونو د معلوماتو پر بنسټ د يادو کورنيو له ډلې په هرات ولايت کې ۴۷  زلزله ځپلو کورنيو سره د ډنمارک د مهاجرينو ټولنې په مالي مرسته ۱۲ زره او ۴۰۰ افغانۍ، په پروان کې ۲۰ کورنيو هرې کورنۍ ته د مرستو د همغږۍ مؤسسې په مالي مرسته او په سمنګان کې د اکشن ايډ مؤسسې په مالي مرسته  ۴۱۸ کورنيو هرې کورنۍ  ته ۱۲ زره او ۸۵۰ افغانۍ د يادو ولايتونو د مهاجرينو چارو رياستونو تر څارنې لاندې وېشل شوې دي.