باميانو کې ۱۰۰ کورنيو سره د لمريزې برېښنا د وسايلو مرستې وشوې
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لوري د باميانو ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ ۱۰۰ کورنيو سره د لمريزې برېښنا د وسايلو مرستې وشوې.
يادو کورنيو هرې کورنۍ ته د وږي په ۱۶مه دوه دوه ۳۰۰ واټه تختې او دوه ۲۰۰ امپيره بطرۍ سره د وسايلو ووېشل شوې.