کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر ښاغلي خلیل الرحمن حقاني د مل پلاوي سره اروزګان ولایت ته سفر وکړه

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲ - ۱۰:۱۷
________________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د مل پلاوي سره اروزګان ولايت ته سفر وکړ چې د اروزګان ولایت د اوسیدونکو لخوا يې تود هرکلی وشو. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د سفر موخه د اروزګان ولایت د خلکو د ستونزو او مشکلاتو اوریدل وه چې نن شنبه يې د اروزګان ولایت د غونډو په تالار کې د ټولو نظامي او ملکي مسؤلینو سره وکتل. ښاغلي حقاني صاحب یادونه وکړه چې موږ او تاسې د یو سپېڅلې مبارزې له لارې دې ځای او مقام ته رسیدلي یو، پر دې لار مو شهیدان او ټپيان ورکړي دي، نو په موږ او تاسې دا لازمه ده چې د هغو شهیدانو قربانۍ ته متوجې شو، همدارنګه يې وويل چې تېره اداره یوه قوي اداره وه چې د هغوي د ماتيدو عمده لامل ناروا، فسق او فجور، بې حيايي او د موقف څخه ناوړه استفاد کول وه هغو د چا د عزت او ابرو خیال نه ساته، نو تاسې چې پر کوم مقام یاست د هغه څخه باید په لوړه کچه استفاده وکړئ تر څو د دې نظام د پايښت لامل شي. او ټولو نظامي مسؤلینو ته ئې سپارښتنه وکړه چې باید د وخت څخه سالمه استفاده وکړي او د چا د ازادیدو لامل نشي ځکه دا ولس ستاسې ساتنې ته ضرورت لري، او دې ولس ته د کار زمینه برابرول ستاسې مسؤلیت دی. د ولایت د غونډو په تالارکې ټولو ګډون کونکو ښاغلي حقاني صاحب ته په وار سره د اروزګان ولایت موجوده مشکلات واورول او دا ژمنه ئې وکړه چې ددې نظام پايښت لپاره به خپل وس او توان نه دريغوي. حقاني صاحب ټولو حاضرينو ته ډاډ ورکړ چې د دوي ستونزې به د حل په موخه تر مرکزي مسؤلینو رسوي هغه د ټولو مؤسساتو ولایتي مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې تاسې باید خپلې ټولې سروې د ولایت مقام سره په همږغۍ ترسره کړئ او مستحقو کسانو ته د اولویت حق ورکړئ. نوموړي د اروزګان ولایت د ګډوالو او راستنېدونکو چارو آمریت له لورې اړمنو، بیوزلو، يتيمو او بېځایه شوو کورنیو سره د خوراکي توکو او نقدي مرسته وکړه چې سلو کورنیو ته خوراکي توکي او ۱۰۰۰ کورنيو سره نقدي مرسته وکړه چې هرې يو ته يې ۲۰۰۰ افغانۍ ورکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۸:۱۵
Background image

په پروان ولایت کې یو باب ښوونځی او یو ټولنیز مرکز ګټې اخستنې ته وسپارل شول

د پروان ولایت مرکز چاریکار کې یو باب ښوونځی او ددغه ولایت په باګرام ولسوالۍ کې د ځوانانو یو ټولنیز مرکز د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر او یو شمېر نورو چارواکو له لورې د. . .
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۸:۱۵
Background image

د پلان او پالیسۍ رییس: کمزورۍ باید پر ځواکمنتیا بدلې شي

دا خبره د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د پالیسۍ او پلان رییس مولوي محمودالحق احدي د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د سرپنا کلستر له همغږي کوونکې سره په ناسته کې وکړه.
. . .
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۸:۱۵
Background image

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت هیات د بلخ ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو ریاست څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت د حقوقي ملاتړ ریاست رییس الحاج غلام نبي الله داد خیل ستانکزي په مشری یو هیات بلخ ولایت ته د نویو راستانه شویو مهاجرینو د حقوقي ستونزو د ارزونې. . .

بېرته خبرونه ته