کډوالو چارو وزير له دولتي ادارو سره د نا دولتي موسسو د اداري لګښتونو په کمولو، څارنې او همغږۍ ټينګار وکړ

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۲۴ - ۹:۵۴
خبر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د اروپايي ټولنې  د بشري مرستو د برخې له رييسې سره په ليدنه کې، چې افغانستان ته راغلې د نا دولتي موسسو د اداري لګښت په کمولو، څارنې او له دولتي ادارو سره په لا زياتې همغږۍ ټينګار وکړ.

د غه ليدنه د تېرې دوشنبې په ورځ د غويي په ۲۳ مه ترسره شوه په کې په کابل کې د اورپايي تولنې د بشري مرستو رئيس هم ګډون درلو او اړمنو کورنيوته د مرستو د وېش پر څرنګوالي، ددې بهير پر مديريت، روڼتيا، د کډوالو چارو له وزارت سره د مرسته کوونکو موسسو په همغږۍ او د هغوی د اداري لګښتونو دکمولو پر سر خبرې اترې وشوې.

د کډوالو چارو وزير له بېځايه شوو او راستنو شوو کورنيو سره د اروپايي ټولنې له مرستو د مننې ترڅنګ وويل، د کډوالو چارو وزارت په تېر کال کې يو نيم ميليون بېځايه شوو او راستنو شوو کسانو ته رسېدنه کړې، چې ددغو مرستو زياته برخه اروپا يي ټولنې ورکړې.

هغه د نا دولتي موسسو په زياتې همغږۍ ټينګار وکړ او ويې ويل، يادې موسسې بايد ا فغانستان حکومت د سياست، د بېځايه شوو ملي پالېسۍ، دبېړنيو حالاتو پلان او د موسساتو قانون اړونده عمل وکړي دافغانستان دولتي ادارو سره همغږي او دڅارنې مننونکي اوسي،زموږ غوښتنه داده چې دمرستو لپاره ځانګړې شوې پېسې بايد اړمنو کسانو ته ورسيږي نه داچې دموسساتو په اداري لګښتونو ولګول شي.

ښاغلي بلخي زياته کړه، چې دکډوالو چارو وزارت د مرستو په وېش کې د  روڼتيا درامنځ ته کولو په موخه په يونوي ميکانيزم او په ډيجټالي سيستم ( اسکوپ) دمرستو په وېش کار کوي چې ددې پروګرام په پلي کولوسره به بشپړه روڼتيا رامنځ ته شي.

هغه زياته کړه چې ياد وزارت د راستنېدونکو د دوامداره ځای پرځای کېدنې، دکار پيداکولو زمينې، استوګنې ځای او ښاري خدمتونو لپاره  کافي اندازه بوديجه په لاس کې نه لري.

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو دبرخې رئيس د عريضې ليکلو سيستم ته د اړمنو کورنيو نه لاس رسی او د راستنو شوو کورنيو ته د مرستو وېش د تعقيب دسيستم نه شتون دمرستو دوېش دبهير په وړاندې يوه ستونزه ياده کړه او ديوه نوي سيستم د رامنځ ته کولو غوښتنه يې وکړه.

هغه زياته کړه چې په نور هېوادونو کې په ياده برخه کې بدلونونه رامنځ ته شوي او په راتلونکي کال کې د اورپايي ټولنې پارلماني ټاکنې ترسره کېږي،زموږ پام افغانستان ته دی او د افغانستان دبوديجې دزياتوالي لپاره هڅه کوو.

 

 

 

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۲۰:۳۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له رییس ښاغلي عرفات جمال سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې د افغان راستنېدونکو او کډوالو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي عرفات جمال وویل، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل نړۍوال ګروپ مشرتابه د افغان راستنو شویو د ستونزو د حل په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې تر دوو میلیونو د زیاتو افغانیو پر ارزښت د همکارۍ پينځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوه میلیونه ۱۸ زره  او ۱۴۴ امریکايي ډالرو پر ارزښت له اپیک انټرنیشنل، انجمن مهاجرین ‌‌دنمارک در افغانستان، تعلیمي و خیریه افغان بازسازي افغانستان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین له ترمینال پایتخت کمپ څخه لیدنه وکړه

تېره ورځ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد او د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټې رییس له مل پلاوي سره د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې له ترمینال پایتخت کمپ څخه. . .

بېرته خبرونه ته