د ۱۴۰۵ مالي کال د دویمې ربعې ( غبرګولې، چنګاښ، زمري میاشتو) د راپور لنډيز
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ۱۴۰۵لمریز کال په دویمه ربعه کې د راستنو شویو او بېځایه شویو ستونزو ته د رسېدنې، له کورنیو او نړۍوالو بنسټونو سره د همکاریو پیاوړتیا او د بشر دوستانه مرستو وېش په برخو کې پراخ فعالیتونه ترسره کړي دي.
په تېرو درېیو میاشتو (غبرګولې، چنګاښ، زمري) کې یې له مختلفو موسسو سره ۱۵هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي، چې موخه یې په هېواد کې د راستنو شویو او بېځایه شویو ته د ملاتړ او مرستې زمينې برابرول دي.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په دغې موده کې د پکتیا، پکتیکا او زابل ولایتونو د مهاجرینو چارو رییسانو، د شمالي ولایتونو مجاهدینو، جهادي شخصیتونو، د کابل جهادي مدرسې مسوولینو، د ننګرهار ولایت مرستیال والي، د اوبو او انرژۍ وزارت معین، د قومونو او قبایلو چارو وزارت د کوچیانو چارو د تنظیم عمومي رییس او د اسلامي امارت ګڼو مسوولینو او لوړپوړو چارواکو سره خبرې کړې دي.
د مهاجرینو چارو محترم وزیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر) (UNHCR او د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو (UNDP) له مرستیال سره لیدنې کړې، نوموړي د افغان مهاجرینو وضعیت او د راتلونکو ستونزو او همکاریو په اړه ورسره خبرې کړې دي.
همدارنګه ښاغلي وزیر په لغمان کې سیند ته د موټر لوېدو له امله د قربانیانو پوښتنه کړې او په پکتیا او پکتیکا کې یې بېوزلو راستنو شویو ته د خوراکي توکو په وېش کې هم ګډون کړی وو.
په کابل کې راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شوی او دغه وزارت د هند له لوري له کډوالو سره د ۲۲ میلیونه او ۶۰۵ زره افغانیو په ارزښت د ۱۵۰۰ خېمو شوې مرستې ترلاسه کړې دي.
د یاد وزارت د دفتر رییس په دوو ناستو کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) استازو سره د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې په موخه خبرې کړې او د کډوالۍ له نړۍوال سازمان (IOM) سره یې تخنیکي ناسته کړې ده.
بل لور ته پاکستان کې د افغان مهاجرینو اتشو په یاد هېواد کې له اړوندو مسوولینو سره ناستې کړې، تر څو هلته د مېشتو افغان کډوالو ستونزې وارزوي او د حل لپاره یې وړ کړنلارې ولټوي.
د یاد وزارت مسلکي معین محترم مولوي عبدالرحمن راشد، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنر او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د مرستیال د هرکلي په موخه د کابل په نړۍوال هوايي ډګر کې حضور درلود. همدارنګه نوموړي د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور د وفات د لسم تلین په مراسمو کې وینا وکړه.
همدارنګه د یاد وزارت په جومات کې د ماسپیښین تر لمانځه وروسته، د اسلامي امارت د فتحې او بریا د پينځمې کلیزې لمانځلو په موخه د معینانو، رییسانو او ټولو کارکوونکو په شتون کې د قرانکریم ختم وشو او ټولو شهیدانو ته د مغفرت دعا وشوه.
په همدې موده کې د یاد وزارت دویمو واحدونو په ولایتونو کې راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو ته بشري مرستې وېشلې دي.
د ۳۵۲ میلیونه، ۳۰۳ زره او ۳۴۰ افغانیو په ارزښت دغه مرستې په کابل، بامیان، کاپیسا، لغمان، پکتیا، پکتیکا، لوګر، پنجشیر، دایکندي، ننګرهار، خوست، میدان وردګو، کندهار، هلمند، زابل، هرات، فراه، بادغیس، نیمروز، غور، بلخ، بغلان، جوزجان، کندز، تخار، نورستان، کونړ، ارزګان، سرپل او سمنګان ولایتونو کې ۷۶ زره او ۸۷۰ کورنیو او ۳۷ زره او ۳۷۶ کسانو ته وېشل شوې دي.
په دغو مرستو کې د خوراکي او نورو اړینو توکو د پېرلو لپاره نغدي پیسې، خوراکي توکي، لکه اوړه، وريجې، غوړي، بوره او نور لومړني مواد، خېمې، روغتیايي خدمتونه، د سرپناه د جوړولو او بیا رغونې په برخو کې ملاتړ، د مدني اسنادو ترلاسه کول او د کاري فرصتونو رامنځته کول شامل دي، چې دا چاره د کډوالو اړتیاوو پوره کولو په برخه کې د مهاجرینو چارو وزارت هڅې څرګندوي.
یادې مرستې د مهاجرینو چارو وزارت له دویمي واحدونو سره په همغږۍ د ملي او نړۍوالو همکارو بنسټونو په همکارۍ وېشل شوې دي. دغه همکارۍ د مهاجرینو او راستنېدونکو د ژوند ښه والي لپاره ډېرې اړینې او حیاتي رول لري.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت هیله څرګندوي، چې د همکارو بنسټونو په همکارۍ به د ورتو مرستو لړۍ دوام وکړي او په هېواد کې به د کډوالو د ژوند په ښهوالي کې پوره اغېزه ولري.
