پکتیا کې لسګونو کورنیو د لمریزې بریښنا وسایل ترلاسه کړل
په پکتیا ولایت کې د غویي ۲۶مه پر ۷۶ کورنیو سولر او وسایل یې ووېشل شول.
دغه کورنۍ مخکې د مهاجرينو چارو رياست له خوا د ګربزو ولسوالۍ او د پکتيا په مرکز کې مستحقې پيژندل شوې وې او هرې کورنۍ ته د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له خوا ۳۰۰ واټه دوه سولرونه له وسایلو سره یې ووېشل شول.