غور کې له زرو کورنيو سره مرسته وشوه
په غور ولایت کې پرون د وري ۴ مه نېټه له ۱۴۷ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دا بې ځایه شوې او راستنې شوې کورنۍ مخکې د پسابند په ولسوالۍ کې د مهاجرینو آمریت لخوا اړمنې پیژندل شوې وې او هرې کورنۍ ته د وري له لومړۍ نېټې څخه تر څلورمې نیټې پورې ۱۳زره او ۷۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.