سرپرست وزیر د هرات او پکتیکا ولایتونو د مهاجرینو له رییسانو سره وکتل
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د هرات ولایت د مهاجرینو رییس مفتي ادم خان او د پکتیکا ولایت د مهاجرینو رییس قاري حمدالله فاتح سره یې په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د یادو شویو ریاستونو رییسانو د بې ځایه شویو او رستانه شویو کورنیو په اړه د خپلو اجرا شویو فعالیتونو، چوپړتیاو او د مرستو د توزیع په برخه کې یې د سرپرست وزیر سره یې معلومات شریک کړل.
ښاغلي حقاني د دوی له هڅو مننه وکړه او په یادو برخو کې یې د روڼتیا هماهنګۍ په اړه تاکید وکړ او د ستونزو د له منځه وړلو په موخه یې هدایات او لارښوونې ورته وکړې.