سرپل کې له (۲۰۰) زياتو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

anwari_morr
-

 

د (UNHCR) دفتر له لورې د سرپل ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ (۲۰۵) کورنيو سره د وري په (۷) مه او (۸) مه نغدي مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې څه موده وړاندې د مهاجرينو چارو آمريت له لورې د مرستو لپاره وړ په نښه شوې وې، هرې کورنۍ ته د کور جوړولو په موخه د اړتيا وو په نظر کې نيولو سره ( ۲۹۱۵۰)، ( ۴۸۵۵۰) او ( ۶۵۳۰۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.