له یو زرو (٤٠٠) څخه ډېرو کورنیو په کابل ولایت کې مرسته تر لاسه کړه.

sadam_morr
_____
د جوزا په (٤) مه د چهارشنبې په ورځ له یو زرو (٤٠٠) کورنیو سره د WFP موسسې له سروې څخه وروسته د کابل ولایت د مهاجرینو د ریاست په مرسته د کابل ولایت په پنځمه ناحیه کې له هرې کورنۍ سره درې زره او (٨٠٠ ) افغانې مرسته وشوه.
په ورته وخت کې (IRC) موسسې د کابل د مهاجرینو ریاست سره په هماهنګۍ کې د چهارشنبې په ورځ د کابل ولایت په څلورمه ناحیه کې (٥٢) نورو کورنیو ته بشري مرستې ورسولې.
د دغې مرستې په بهیر کې هرې کورنۍ ته (٢٤) زره افغانۍ ورکړل شوې.