د مهاجرینو چارو د وزارت د داخلي بېځایه شویو چارو رییس مولوي سردار شېرزاد او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دهمغږۍ یا OCHA د رییس محمدخالد زید ترمنځ ناسته ترسره شوه.

sadam_morr
_____
د غونډې په پيل کې مولوي سردار شېرزاد د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل.
په غونډه کې د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې او د داخلي بېځایه شویو د ستونزو په اړه بحث وشو.
د بشري مرستو د همغږۍ چارو رییس زیاته کړه: چې د بېځایه شویو بنسټیزې اړتیاوې په ګوته او موږ ته راپور راکړل شي. باید داسې مرسته ورسره وشي چې د دایمې اوسېدلو په تمه نشي او خپلو سیمو ته ستانه شي.
مولوي سردار شېرزاد زیاته کړه: چې د کابل د مهاجرینو د ریاست په مرسته په ګډ پلان کار کوو، او تاسو سره به یې شرېک کړو.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ چارو رییس د ډېرو مرستو ژمنه وکړه او بشري مرستې یې د خلکو حق وباله.
د غونډې په پای کې د داخلي بېځایه شویو چارو رییس مولوي سردار شېرزاد له بشري مرستو مننه وکړه، او زیاته یې کړه چې په ګډه به خلکو ته بشري مرستې ورسوو.