په ننګرهار کې له څه باندې ۱۴۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
_____

د روان کال د حمل مياشتې په ۳۰ مه د ننګرهار ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همغږۍ د WHH او کپو موسسو په مالي ملاتړ له ۱۴۳۶ بې ځايه شوو او اړمنو کورنيو سره مرسته وشوه، چې WHH موسسې له لورې ۱۳۸ کورنيو ته خوراکي توکي، چې د هرې کورنۍ په خوراکي کڅوړه کې ۷۵ کيلو اوړه، ۲۵ کيلو وريجې، ۵ ليتره غوړي، ۵ کيلو بوره، ۱۴ کيلو لوبيا او يوه کيلو مالګه شامل وو.

همدارنګه د کپو موسسې له لورې ۱۲۹۸ اړمنو او بې ځايه شوو کورنيو ته د روغتيايي توکو کڅوړه او ۷۰۰۰ افغانۍ نقدې ورکول شوې. 

يادې کورنۍ د ګډ پلاوي له لورې په کامې او سرخرود ولسواليو کې په نښه او د مرستې لپاره وړ پيژندل شوې وې.