ننګرهارکې سلګونو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
_____
په المان کې د افغان میرمنو ټولنې(UNION-AID) له لورې د ننګرهار ولایت مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍد سپین ولسوالۍ (٥٤٠) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
یادې کورنۍ چې د ننګرهار ولایت مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست له لورې د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه همغږۍ سروې او مرستو لپاره مستحې ګڼل شوې وې د رمضان په (١٧) د مهاجرینو رییس اکرام الدین مفتون او سپین غر ولسوالۍ ولسوال ریاض الله حقاني په شتون کې هرې کورنۍ ته اته قلمه خوراکي توکي ووېشل شول.