لغمان کې (٩٠٠) داخلي بېځایه شوو کورنیو ته د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه

sadam_morr
_____
 
د (IRC)موسیسې له لوري د لغمان ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٩٠٠) داخلي بېځایه شوو کورنیو ته د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه.
يادې کورنۍ چې د لغمان د مهاجرینو ریاست له لورې د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه همغږۍ سروې او د مرستو لپاره مسستحقې پېژندل شوې وې د مرغومي په (٢١)مه ورته د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه،چې هرې کورنۍ ته به (٢٦٠٠٠) افغانۍ ووېشل شي.