هلمند کې دطبيعي پېښو له امله زیانمنو شوو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
_____
 
دکډوالۍ نړیوال سازمان او ډاکار موسسې له لورې دهلمند ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍپه موسی کلاکې (١٢٨) کورنیو سره دغیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یادې کورنۍ چې دطبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې دمرغومي په (٢٢) مه دکډوالۍ نړیوال سازمان له لورې هرې کورنۍ ته یو شلټر، درې کمپلې، د پخلنځي وسایل، یوه یوه ژمنۍ کڅوړه او د ډاکار موسسې له لورې هرې کورنۍ ته یوه یوه روغتيايي کڅوړه او (٨) معلولو کسانوته یوه یوه چوکۍ ووېشل شوه.