نیمروز کې (٨٠) بېوزلو کورنیو سره ژمنۍ مرسته وشوه

sadam_morr
_____
 
د نیمروز ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست له لورې د مرغومي په (٢١)مه (٨٠) بېوزلو کورنیو سره ژمنۍ مرسته وشوه.
یاده بشري مرسته چې د چین هېواد له لورې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ته سپارل شوې وه د دغه ولایت د چخانسور ولسوالۍ (٨٠) کورنیو ته کمپلې او جمپرونه ووېشل شول.