ننګرهارکې(٤٠٠) کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې

sadam_morr
morr
 
د اسلامیک ریلیف موسسې له لورې د ننګرهار ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٤٠٠) راستنېدونکو،داخلي بېځايه شوو او اړمنو کورنیو سره دخوراکي توکو مرستې وشوې.
یادې کورنۍ چې د ننګرهار ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست له لورې څه موده وړاندې د مرستندويه بنسټونو سره په ګډه همغږۍ په مرکز جلال اباد اوشاوخواسیموکې سروې او د مرستولپاره مستحقې پېژندل شوې وې د مرغومي په( ٢٢) مه هرې کورنۍ ته( ۶۰) کیلو اوړه، (۶)لېتره غوړي، (٢٩،٥) کیلو سیله وریجې( ۱۴) کیلو دال،(۶) کیلو بوره او یوه یوه کیلومالګه د ننګرهار ولایت د مهاجرینو اوراستنېدونکو چارو ریاست او ذکر شوې موسسې د استازوپه شتون کې ووېشل شوه.
ددغه مرستو د وېش پرمهال د ننګرهار د مهاجرینو رییس وويل، موږ د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه په دې هڅوکې یو چې د مرکز جلال اباد په شمول لرې پرتو ولسوالیو ته هم رسیدګي وکړو،ترڅو اړمنې اومستحقې کورنې سروې او د مرستولپاره په نښه او ورسره بېلابېلې مرستې ترسره کړو