خوست کې سلګونو کورنیو سره مرستې وشوې

sadam_morr
_________

د خوراک نړيوال سازمان له لورې د خوست ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ د شمالي او جنوبي وزیرستان څخه د خوست ولايت د ګربز ولسوالۍ ګلان کمپ ته راکډه شوې وې، چې هرې کورنۍ ته ۹۲ کيلو اوړه، ۹ کيلو غوړي، ۱۷ کيلو دالنخود، ۲ کيلو مالګه، ۲ کيلو کاکو او د شيدو لرونکو او حامله ميندو لپاره ۵ کيلو د سوپر سريال اوړه ووېشل شول.