بغلان کې ۱۶۰ کورنۍ نغدي مرستو دوېش څخه برخمنې شوې
د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د بغلان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۶۰ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې شوي.
يادې کورنۍ، چې د نا امنيو له امله د چشمه شېر، دندې غوري، دنډې شهاب الدين، مرکزي بغلان، نهرين او نورو سيموڅخه مرکز ته رابېځايه شوې وې د تلې په ۲۶مه هرې کورنۍ ته ۶۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.