کونړ کې بېخايه شوو کورنيوسره مرستې شوي
د ملګرو متلونو دکډوالو ادارې UNHCR او خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې ۶۰ راستنېدونکو او بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او خوراکي موادو مرستې شوي.
يادې کورنۍ، چې د نا امنيو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د تلې په ۱۴مه د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې هرې کورنۍ ۱۵۵۰۰ افغانۍ نغدې او دخوراکي نړيوال سازمان WFP له لورې هرې کورنۍ نه ۴ بوجۍ اوړه، ۱۴ کيلو غوړي، ۱۴ کيلو دالنخود او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.
د ويلوده چې يادو کورنيوسره مخکې هم دخوراکي موادو مرستې شوي.