کندزکې له زرو زياتو کورنيوسره دنغدي مرستو دوېش لړۍ پيل شوه
د کندز ولايت دکډوالو چارو رياست د ۱۹ ميليونو، ۲۳۵ زرو او ۵۰۰ افغانيو په ارزښت دتلې په ۱۰مه په دغه ولايت کې دنغدي مرستو دوېش خبر ورکړ.
د سرچينې په خبره دغه کورنۍ چې مخکې د جګړو او نا امنيو له امله د علي آباد، امام صاحب، خان آباد او کندز ولايت مرکزي سيموڅخه امن سيموته بېځايه شوې وې د دغې ادارې له لورې د همکارو ادارو سره په ګډه سروې شوې.
ذکرشوې مرستې هرې کورنۍ ته ۱۵۷۰۰ افغانۍ دي، چې د کوردی ايد موسسې له لورې برابرې شوې وې چې د افغانستان رغونې موسسې له لورې ووېشل شوې.
ددغو مرستووېش دکندز مرستيال والي، د ولايتي شورا دکمېټې او کډوالو ادارې په شتون کې پيل شوې چې د دوو اوونيو په جريان کې به پاي ته ورسي.
همدارنګه د مرستودوېش په جريان کې هر کس د کرونا ويرس څخه د ساتنې په اړه دعامه پوهاوي لپاره بروشورونه، دستونزو پروخت داړيکوشمېرې، درې صابونونه او درې ماسکونه وېشل کېږي.
د ويلو ده چې د کندز ولايت دکډوالو چارو رياست د يوشمېر همکارو ادارو سره په ګډې همکارۍ په ۴۵ ورځوکې له ۶ زرو زياتې بېځايه شوې کورنۍ تثبيت کړي او له درې زرو زياتو کورنيوسره يې د نغدي، خوراکي او غير خوارکي موادو مرستې کړي.