په شکردرې کې لسګونه کورنۍ کورنو پرېښودو ته اړ شوې

anwari_morr

په تېرو دوو  ورځوکې د زمري په ۲۵ او ۲۶مه د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د وسله والو مخاليفينو له برېدونو وروسته په لسګونو کورنيو خپل اصلي ځايونه پرېښي او دکابل ښار او ولسواليو ته رابېځايه شوي دي.

د طلوع نيوز په وينا ځايي خلکو ليدلي چې لږ ترلږه ۱۰۰ کورنيو هغه وخت دخپلو کورونو پرېښودو ته اړشوې چې د وسله والو له لورې پرې برېدونه ډېر شو.

د بېځايه شوو کره شمېره به د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سروې وروسته اعلان شي او دکډوالو چارو وزارت د ولايتي رياست او همکارو مرستندويه ادارو له لورې به ورسره مرستې ترسره شي.

دغه کورنۍ په داسې حال کې بېځايه شوي دي، چې په وروستيو مياشتو کې د وسله والو طالبانو بريدونه  په شکردرې، قره باغ، فرزې، کلکان او ميربچه کوټ ولسوالۍ  زيات شوي دي.

#میهن_من_عزت_من

#زما_هیواد_زما_ویاړ