بادغيس کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او دخوراکي موادو مرسته وشوه

sadam_morr
5555555555555555555555

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې له لورې د بادغيس ولايت دکډ‌والو چارو رياست په همکارۍ ۱۲ بېځايه شوو کورنيوسره د يوې سروې ورسته نغدي اودخوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې ديوې سروې ورسته هرې کورنۍ ته کمپلې، ترپالونه، لوښي، د اوبو بوشکې، ګازډبه، او روغتيايي موادو مرسته ووېشل شوه.

په ورته وخت کې څلور نورو کورنيوسره دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې له لورې ۲۴۰۰۰ افغانۍ نغدې مرسته وشوه.