د پراختيايي کمېټې ناسته په پنجشېر کې وشوه
د پنجشېر ولايت مرستيال والي په مشرۍ د چنګاښ په ۱۸مه د يوشمېر رئيسانو په شتونو کې پراختيايي ناسته وکړه.
په ناسته کې د پنجشېر ولايت دکډوالو آمر د کډوالو په ښارګوټو کې زيربنايي کارونه لکه، ديوښوونځي جوړېدل، دوه کيلو متره سرک، د جومات يو مهراب، د دوو نيمه ژورو څاه ګانو کېندل، يوه ژوره څاه د اوبو رسونې شبکې او د برېښنا د لين تمديد، د ۱۴۰۰ مالي کال په پراختيايي پلان کې د شاملولو د تصويب لپاره وړانديز شوی و، کوچې دپنجشېر ولايت د پراختيايي کمېټې دغونډې له خوا تصويب شو.