میدان وردگ ولایت کی، ۸۳ را کډه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

anwari_morr
6
د میدان وردګو ولایت د کډوالو چارو آمریت په همغږۍ د DRC مؤسسې لخوا هغه ۸۳ کورنیو سره چې له ولسوالیو څخه مرکز میدانښار ته د جنګ له کبله را کډه شوې وې، د هرې کورنۍ سره 18زره افغاني مرسته وشوه. د یادو مرستودوېش پرمهال دمیدان وردگ ولایت والی ډګرجنرال مظفرالدین یمین وویل: یادې مرستې مستحقو کورنیوته کافي نه دي، نوموړي زیاته کړه موږه هڅې کوو، له مرکزي حکومت، مرستندویه مؤسساتواوملي سوداګرو څخه خپلوولسونوته تر دې هم ډېرې مرستې راوړو.