فارياب کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته شوې
د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۷۷۱ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته شوې.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د بېلابېلو ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دکب په ۸ مه هرې کورنۍ ته ۷۶۲۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.
د ويلو ده، چې يادو کورنيوسره څه موده وړاندې هم دخوراکي موادو مرستې شوي دي.