پنجشېر کې بېځايه شوو کورنيوسره ژمنۍ مرستې شوي
د WESTA موسسې له لورې د پنجشېر ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۶۰ بېځايه شوو کورنيوسره ژمنۍ مرستې شوي.
يادې کورنۍ،چې د جګړو له امله د عنابه،رخه، حصه اول او دره ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د کب په ۳مه هرې کورنۍ ته يوه يوه بستره ووېشل شوه.
د ويلو ده، چې يادو کورنيوسره مخکې هم نغدي مرستې شوې وې.