فارياب کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

anwari_morr

د خوراک نړيوال سازمان WFP او UNICEF موسسې له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۳۰ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي او غير خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله بېلابېلو ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د سلواغې په ۲۸مه د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کيلو اوړه، ۱۵ کيلو غوړي او ۷ کيلو دالنخود او د UNICEF موسسې له لورې هر ېکورنۍ ته کمپلې، ترپالونه او د پخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.
د ويلو ده چې يادې کورنيو سره مخکې هم دمرستندويه موسسو له لورې نغدی مرستې شوې وې.